پیونګ یانګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پيونګيانګ
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
شمالي کوريا (۱۹۴۸ – )Soviet Civil Administration (en) ژباړل (۱۹۴۵ – ۱۹۴۶)په کوریا باندې د جاپان واکمني (۱۹۱۰ – ۱۹۴۵) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
Seogyeong (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين معلومات
مهمې پیښې
تاريخي اثار
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۲۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
میراثونه
  لړۍ...
World Heritage selection criterion (i) (en) ژباړل — World Heritage selection criterion (ii) (en) ژباړل — World Heritage selection criterion (iii) (en) ژباړل — World Heritage selection criterion (iv) (en) ژباړل — World Heritage selection criterion (vi) (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د پېژندنې شمیره
د ودانۍ لوړوالی
تر سمندر لوړوالی
۳۸ متر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالۍ
د ځای کچه
۳٬۱۹۴ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
Pyongan (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۹°۰۱′۰۰″شمال ۱۲۵°۴۴′۵۱″ختیځ / 39.0167°شمال 125.7475°ختيځ / 39.0167; 125.7475 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

پيونگيانگ (په کوریایی کې: 평양 Pyongyang) د شمالي کوريا پلازمېنه ده. دا ښار د ټايډونگ د سيند په غاړه د ژېړې بحېرې تر څنگ پروت دى. د هېواد تر ټولو لرغونى ښار بلل کېږي. ٢٣٣٣ کاله له ميلاد څخه د مخه دلته يو کوچنى ښار و. ١١٢٢ کاله د ميلاد د مخه پي يونگ گانگ يې مرگز وټاکل شو. په ٦٦٨ کې چنايانو تر خپلې ولکې لاندې راوست. او په ١٥٩٢ کې چاپان په دې ښار برېد وکړ.

د بهرنيانو د پرلپسې برېدونو له کبله د بهرنيو وگړو پرمخ وتړل شو؛ خو کله چې د بهرنيو وگړو لپاره بېرته خلاص شو، نو په کوريا کې د عيسويت تبليغ ډېر زيات شو، او تر ١٠٠کليساوو څخه په کې ډېرې جوړې شوې. د سين جاپان ١٨٩٤-١٨٩٥ جگړه کې په پوره ډول ويجاړ شو. جاپان په ١٩١٠-١٩٥٠ پورې دا ښار د يو صنعتي مرکز په ډول وکاروه. په ١٩٥٠ کې د ملگرو ملتونو پوځ په دې ښار حمله وکړه؛ خو چې چين په دې جگړه کې برخه واخيستله؛ نو د ملگرو ملتونو پوځ وتلو ته اړ شول. په ١٩٥٣ کې د چين او روسيې په مرستې سره په پوره ډول ورغول شو. اوس دې ښار ډېر پرمختگ کړى دى. بوره، ربړ او بېلابيلو د لوښو ډولونه په کې جوړېږي. د ښوونې له پلوه هم ډېر پرمخ تللى دى، د توشنگ پوهنتون، چې تر ټولو نوموتى دى په ١٩٤٦ کې ورغول شو.پرته له دې طب پوهنتون هم شتون لري. ډېر پارکونه، موزيم او کتابتونونه هم په کې شتون لري. د لومړۍ پېړۍ قبرونو، بودايې عبادت ځاى او د اسونو مجسمو ددې ښار ښايست لاپسې زيات کړى دى. په ١٩٩٩ ع کال کې ددې ښار نفوس ٣١٣٦٠٠٠ وو.

  1. Reference URL: https://www.iso.org/obp/ui/#iso:code:3166:KP.
  2. ArchINFORM location ID: 8403. Stated in: archINFORM. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. د اثر ژبه يا نوم: جرمني ژبه.